ټولنه

په ننګرهارکې د دوو ښوونځيو د ودانۍ کار پيل شو

جلال آباد/ باختر د زمري څليرويشتمه :
د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د دوو ښوونځيو د ودانۍکار پيل شو.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير مجيب الرحمن ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ښوونځي د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا د ديرشو ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
ده زياته کړه چې په هر ښوونځي کې ١٦ درسي خونې او نور ضروريات په پام کې نيول شوي دي .
ضيا زياته کړه چې د دغو ښوونځيو د ودانۍ کار د راتلوونکې مياشتې تر ١٨ نېټې پورې بشپړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته