امنیت

په ننګرهارکې د داعش یو تبلیغاتي غړی ونیول شو

کابل / د زمري ۵ / باختر
په ننګرهارکې تېره شپه د داعشیانود تبلیغاتي شبکې یوغړی ونیول شو.
دغه ډاراچوونکی چې په جلال آباد ښارکې د حکومت پرضد په تبلیغ کولوبوخت و، ښارته څېرمه په دامان کلي کې وپېژندل شواو ونیول شو.
د ننګرهارد والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باخترآژانس ته وویل ، د دغه تبليغاتي داعشي نیول کېدل تایید کړل.
داعشیانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته