په ننګرهارکې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول
کابل باخترد وږي ۲۴
د ننګرهار ولایت په مربوطاتوکې پرون د امنیتي ځواکونو په ګډوعملیاتوکې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ۱۰ تنه مشکوک کسان ونیول شول .
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
ددغوعملیاتوپه بهیرکې دوه کلاشینکوفونه، ۴ پنځه ډزې تومانچې او یو موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي .
دغه عملیات د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو په هلوځلو د ښه امنیت د تامینولو په موخه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلي لوا د قوماندانۍ په رهبري د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ ترسره شول ،
د دغوعملیاتوپه پایله کې د نغلو، خواجه ګانو، د بټی کوټ ولسوالۍ د لچپورسوري تیکه، د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ او د روداتو ولسوالۍ د سپګانو او سلطان خیلو کلي هم په بشپړه توګه تصفیه او وپلټل شول.
په همدې ترتیب د دغوعملیاتو په بهیرکې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسایطو ضد یو ماین چې د وسله والو مخالفینوله خوا ځای پرځای شوی و، له چاودنې مخکې د څلورمې لوا د ماین پاکولو ټیم له خوا کشف او شنډ کړای شو او عملیات په بریالیتوب سره دوام لري.
ختم/ ع