امنیت

په ننګرهارکې دوه تنه وسله والو طالبان ونيول شول

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٤ :
دوه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
پوليس وايي چې دغه دوه يرغلګر د پچير او آګام ولسوالۍ بازارته څېرمه په تروريستي فعاليتونو بوخت ووچې ونيول شول.
له نيول شويوکسانو څخه دوه کلاشينکوفونه او بمونه ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې ددغو دوو تنو يرغلګرو طالبانو نيول کيدل تائيد کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته