امنیت

په ننګرهارکې دطالبانو ديوه قوماندان اودهغه ددريو تنو افرادو وژل کيدل

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
دوسله والو طالبانو دډلې يو سيمه ييز قوماندان له دريو تنو افرادوسره يې په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو.
قوماندان بارو  هغه وخت ووژل  شو چې غوښتل يې دپوليسو يو سرتيرى له کورنۍ سره يې  دغني خيلو ولسوالۍ بازار ته څيرمه وتښتوي.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس  خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو دپوليسو ددغه سرتيري او د هغه دکورنۍ  مرستې ته ور ودانګل اوله وسله والو  طالبانو سره يې په نښتې لاس پورې کړ.
ده وويل چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو دډلې يو سيمه ييز قوماندان بارو  له دريو تنو افرادوسره يې ووژل شو.
ويل کيږي چې  د دغې نښتې په  پاى کې  پوځيانو د يرغلګرو څو جنګي وسايل ، يو موټر او يو موټر سايکل  ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته