امنیت

په ننګرهارکې دجنايي جرمونو او ډار اچوونکو فعاليتونو په تور ١٣ تنه ونيول شول

کابل باختر د تلې اوولسمه :
په ننګرهار ولايت کې ١٣ تنه د جنايي جرمونو او ډار اچوونکو فعاليتونو په تور ونيول شول .
دغه افراد د ننګرهار ولايت له بېلابېلو سيمو څخه دملي امنيت د مامورينو د وروستيو ځانګړو عملياتو په بهيرکې  ونيول شول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په نيول شويو کسانوکې شپږ تنه داعشيان، څلور تنه طالبان، دوه تنه انسان تښتوونکي او يو تن د خپل پلار په وژنه تورن دى .
ده وويل: دغه افراد د ملي امنيت د مامورينو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې نيول شوي او له دوى څخه يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
د ننګرهار سيمه ييز مسوولين وايي چې دغه افراد له تحقيقاتو وروسته به عدلي اوقضايي ارګانونو ته معرفي شي .
    ختم _ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته