په ننګرهارکې اړو کورنيوخوراکي توکي ترلاسه کړل
کابل /دغويي ١٦مه /باختر
د نړۍ د خوړو سازمان په ننګرهار کې له لسګونو اړو کورنيو سره د خوراکي توکومرستته وکړه .
دغه مرستې نن د ننګرهار له پېښوسره د مبارزې د تياري د ادارې له خوا د دغو کورنيو په واک کې ورکړ شوې .
په دغو مرستو کې اوړه ، وريجې ، غوړي او دال شته . د ننګرهار د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې له ١٨٤مصيبت ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه .
ختم-ج-ا