کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د داعش د تروريستي ډلې ٣٨ تنه غړي د ننګرهار ولايت په کوټ او د هسکې مينې په ولسواليوکې وژل شوي او ١٧ تنه نوريې ټپيان شوي دي .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن شيرين آقا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په تيرو ٢٤ ساعتونوکې د قهر سيلاب په نامه عملياتو په بهير کې چې له څو ورځو راپه دې خوا په سيمه کې پيل شوي دي؛ د کوټ او هسکې مينې په ولسواليوکې ٣٨ تنه داعشيان وژل شوي، اولس تنه ټپيان او درې تنه نوريې نيول شوي دي او د هغوى د دوو داشکو او زيکو-يو پر ګډون د وسلو يوه ډيپو له منځه وړل شوې ده او د پنځو تنو داعشيانو مړي او يوه زياته اندازه وسلې او مهمات دجګړې په ډګرکې پاتي دي .
دغه راز څلور تنه داعشيانو د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل