کابل باختر دلړم دمياشتې څلورمه :
دتخار له ولايت څخه په لومړنيو رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دننني زلزلې له امله ديو ښوونځي دزده کوونکو په ګډون څو تنه وژل شوي دي .
دسر دزيات زيان خبر دنجونو له يوه ښوونځي څخه رارسيدلى دى . هغه ځاى چې زده کوونکو په زده کړې بوخت و چې زلزله وشوه .
دتخار ولايت له پيښو سره دمبارزې د ادارې مرستيال باختراژانس ته وويل چې د نننۍ زلزلې له امله په لومړنيو رارسيدلو خبرونوکې دلسو تنو دوژل کيدو او دشپږ ويشتو تنو نورو دټپي کيدو پخلۍ شوى دى .
ده وويل چې ددغې پيښې زياتره قربانيان ديو ښوونځي زده کوونکي و ،
دتخار ولايت له پيښو سره دمبارزې دادارې دغه مسوول وويل دتخار ولايت له نورو سيمو څخه خبرونه نه دى ترلاسه شوى اوښايي ددغې پيښې له امله دسر دزيان شمير او مالي تاوان زيات وي .
0 1 دقیقه لوستل