کابل باختر د کب دمياشتې ١٨ :
دعامې روغتيا وزارت مقاماتو تراوسه پورې دسردارمحمدداوود خان په روغتون په تروريستي پيښه کې ددريو تنو شهادت او ٥٨ تنو نوروټپي کيدل تائيد کړي دي.
باخترآژانس دعامې روغتيا وزارت دعامه اړيکو دمسوول محمداسماعيل کاووسي له خولې خبر راکړ چې دسردار محمدداوود خان په روغتون دوسله والو يرغلګرو دبريد له امله تراوسه پورې درې مړي او٤٥ تنه ټپيان دوزير محمداکبر خان روغتون ته او ١٣ تنه نور ټپيان دايميرجنسي روغتون ته ليږدول شوي دي.
بايد وويل شي چې دسردارمحمدداوود خان په روغتون کې د امنيتي ځواکونو دپلټنې عمليات دوام لري.
ددغې پيښې دقربانيانو او ټپيانو دزياتوالي احتمال شته .
0 د یوې دقیقې څخه لږ