کابل باختر دغبرګولي دريمه :
ديوې ترافيکي پيښې له امله پرون د سروبي ولسوالۍ دنغلو په ساحه کې ديوې کورنۍ درې تنه غړي ووژل شول .
دکابل دترافيکو دپيښو مرستيال سمونوال سيد حفيظ د باختراژانس خبريال ته وويل پيښه هغه وخت وشوه چې يوکرولا موټر چې له کابل څخه دجلال اباد په لور روان و دزيات ګړنديتوب له امله له سړک څخه ووت او سيند ته وغورځيد تراوسه پورې ددغې کورنۍ ديو غړى مړى چې ښځه ده پيدا شوې او ددغې کورنۍ دوه تنه نور غړي چې زوي او پلار دي له موټرسره بي درکه دي پلتنې ددوي دموندلو لپاره دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ