امنیت

په نشه يي توکي روږدي کسان په جيل کې تداوي شول .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
په نشه يي توکو روږدي لومړۍ ډله بنديان په پلخمري ښار کې دبغلان ولايت په مرکزي جيل کې تداوي او روغتيايې ترلاسه  کړه .
دغه کسان چې شمير يې دولسو تنو ته رسيږي ددغه جيل  دروغتيايي امريت له خوا له پنځه څلويښت  ورځنۍ درملنې وروسته روغتيا ترلاسه کړه .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالعليم  غفاري دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې په هيروئينو روږدي و دجيل دروغتيايي امريت له خوا دروږدو کسانو دديرش  بستريز روغتون د ډاکترانو په همکارۍ  معالجه او تداوي شوي دي .
ده زياته کړه چې همدااوس په نشه يي توکو ديارلس تنه نور روږدي کسان په جيل کې  تردرملنې لاندې دي او ددوى داړتيا وړ درمل دباختردانکشافي بنسټ  له خوا برابر او دجيل دروغتيايي امريت په واک کې ورکول کيږي .
دبغلان ولايت دعمومي جيل دمدير سمونمل محمد حنيف حيدري دڅرګندونو له مخې ، همدااوس دښځو او نارينه و په ګډون اته سوه څليرويشت  تنه بنديان په دغه جيل کې شپې سبا کوي چې له دې جملې څخه اووه څلويښت تنه يې په نشه يي توکو روږدي کسان دي .
ديادونې وړ ده چې پخوا هم په نشه يي توکو پنځه پنځوس تنه روږدي کسان په نشه يي توکو دروږدوکسانو ددرملنې په ديرش بستريز روغتون کې تداوي شوي او روغتيا يې ترلاسه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته