په نشه يي توکو لسګونه روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو سره یوځای شول

کابل، د لېندۍ ۲۴مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په نشه يي توکو لسګونه روږدي کسان له درملنې او مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته، خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: “اته شپېته تنه معتادین د درملنې او مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول”.
ویل شوي چې په نشه يي توکو یاد روږدي کسان چې مخکې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د منسوبینو له لوري راټول شوي وو؛ په ۵۰۰۰ بستریز آغوش مرکز کې تر درملنې او مسلکي زده کړو وروسته؛ د موظفې کمېټې له لارې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته