په نشه يي توکو د روږدو د درمنلې په دوام؛ په بلخ کې ۴۷۰ تنه روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شول
کابل، د سلوغې ۹ مه، باختر
د بلخ ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۴۷۰ روږدو کسانو د راټولولو او روغتیايي مرکزونو ته د لېږدولو خبر ورکړی دی.
د بلخ ولايت د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت آمر سمونيار جمعه خان کوچی وايي، چي د دغه مدیریت امنيتي ځواکونو د څو ورځو راهیسي د ښار او د بلخ ولايت د ټولو ولسواليو په کچه په نشه يي توکو ۴۷۰ تنه روږدي کسان راټول کړي، چې اوسمهال د دغه مُديريت اړوند کمپ کې تر درملني لاندې دي.
نوموړي له نړيوالو موسسو او شتمنو کسانو څخه غوښته وکړه چې له دغه مديريت سره د یادو رږدو کسانو د درملنې لپاره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې په نشه يي توکو یو شمېر روږدي کسان د افغانستان اسلامي امارت د دغه نيک ګام څخه ستاينه وکړه او ویې ویل:«مونږ غواړو له درملنې وروسته بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځو او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کړو».