روغتیا

په نس ناستى او ناوړه خوړو د اخته ماشومانو شمېر زيات شوى دى

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
په بلخ کې په نس ناستى او د ناوړو خوړو په ناروغيو د اخته ماشومانو شمېر زيات شوى دى .
د هوا په تودوخې سره په بلخ ولايت کې په نس ناستى او د ناوړو خوړو په ناروغيو د اخته ماشومانو شمېر زيات شوى دى .
په مزارشريف ښارکې د ابو علي سينا بلخي د حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مسوول ډاکتر عبدالرووف فروغ باختر آژانس ته وويل چې د هوا په توديدو سره او د ماشومانو ترمنځ د ډول ډول ناروغيو زياتوالي هره ورځ نږدې ٣٠٠ تنه ماشومان دغه روغتون ته ليږدول کيږي.
فروغ زياته کړه: شپيته بسترې ماشومانو ته ځانګړې شوې دي او تر هغه وخته پورې چې بشپړه روغتيا ترلاسه نه کړي؛ دلته تر جدي څارنې لاندې نيول کيږي.
د سيمه ييزې روغتيا ساتنې نه رعايتول او د هوا تودوخه د مکروبونو د ودې سبب شوي دي او د کورنيو او په تېره بيا د ماشومانو ترمنځ د ډول ډول ناروغيو د رامنځته کيدو سبب کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته