کابلباختردميزان ٧
دميدان وردګو ولايت د نرخ د ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال
دګډو ځواکونو له خوا ووژل شو.
دميدان وردګو د والي ويندويى عطاالله خوږياني باختراژانس ته وويل :
دنرخ ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوي ولسوال ددغې ولسوالۍ دچغري په سيمه کي دافغان اونړيوالو ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې ووژل شو .
ديو بل خبر له مخي : له طالبانو سره دامنيتي ځواکونو دبريد په بهيرکې دعامه محافظت دوه تنه پوليسان شهيدان اوڅلورتنه نوريې ټپيان شول .
خبرځاي وايي دغه نښته هغه وخت د دواړو لورو ترمنځ رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو دسيدآباد ولسوالۍ په سالارسيمه کې دناټو دځواکونو په اکمالاتي کاروان بريد وکړ چې دنښتې په بهير کې دوه تنه پوليسان شهيدان اوڅلورتنه نور ټپيان شول
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : په دې نښته کې طالبانوته هم تلفات اوښتى دى خو د دقيق شمير په باب يې تراو سه پورې خبر نه دى ترلاسه شوى .
1 1 دقیقه لوستل