لاګوس رويترز باختر دوږي دمياشتې ٣٠
دنايجريا په شمال ختيځ کې دبوکوحرام د ډلې د دوو جلا جلا بريدونو له امله يو سلو نهه پنځوس تنه وژل شوي دي .
دباختر اژانس دخبرله مخې : په لومړي بريد کې دبوکوحرام د ډلې افردادو چې په پارتيزاني جامو سمبال وو په يوه لويه لاره کې يي ليږدونکې واسطې و درولې او خلک له موټر څخه ښکته او په هغوي يې ډزې وکړې چې د ١٤٣ تنومړي دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
لومړي بريد دميدو ګوري او داما تارو دښارونو ترمنځ په لويه لاره کې شوي دي .
دنايجريا په شمال ختيځ تاوتريخوالي په تيرو اوو مياشتو کې زور اخستى دى دپنجشنبې په ورځ دبوکوحرام دياغيانو په ورته بريد کې شپاړلس تنه ووژل شول دغه بريد دميدو ګوري _ بومباو په لويه لاره کې په مسافرينو شوى دى .
په ٢٠٠٩ کال کې د بوکوحرام د ډلې دبريدونو له پيل څخه راپه دې خوا په
نايجريا کې په زرګونه تنه وژل شوى دي .
د ثور په مياشت کې دنايجريا جمهور رييس ګودلاک جاناتان ددغې ډلې دځپلو په خاطر دپوځي عملياتو لارښوونه ورکړي ده .
4 1 دقیقه لوستل