ارګاس نړيوالې خبري منابع باختر د ثور دمياشتې ١٩
په نايجريا کې د بوکوحرام د ډلې په غړيتوب مشکوکو ياغيانو د دغه هېواد
په يو شمال ختيځ سرحدي ښار بريد وکړ او په سلګونوتنه يې ووژل.
سيمه ييزو مقاماتو پرون وويل ياغيانو د ګام يو روان ګلا په ښار کې په خلکو
ډزې وکړې ، کورونه او دوکانونه يې وسوځول.
مقاماتو دوژل شويو شمير ٣٠٠ تنه ښودلى دى .
بوکوحرام تراوسه پورې ٢٧٠ تنه نجونې چې تيره مياشت يې له يو ښوونځي څخه تښتولې وې له ځان سره لري .
1 د یوې دقیقې څخه لږ