نيوزنو – باختر دکب دمياشتې ٧
د نايجريا په شمال ختيځ کې ديوه ښوونځي په ليلې دبوکو حرام د ډلې دمشکوکو کسانو دبريد له امله څه ناڅه نهه ويشت تنه ووژل شول او يوولس تنه نور تپيان شول .
باختر آژانس دنيوز نو د خبري سايټ له خولې خبر راکړ : په دغه ښوونځي دشپې له خوا بريدوشواو زده کوونکي ويده وو چې له امله يې نهه ويشت تنه زده کوونکي ووژل شول.
خو په ځينو نورو خبري سايټونو کې د سر دزيان شمير درې څلويښت تنه بلل شوى دى .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : ټول دپيښې قربانيان تنکي ځوانان وو چې زياتره يې د اور په لمبو کې سوځيدلي دى .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي په روان کال کې په نايجريا کې دبوکرام
د ډلې په بريدونو کې څه ناڅه درې سوه تنه وژل شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل