په میوند کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون درې تنه ونیول شول
قندهار باختر د وږي ۲۴ مه
د قندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په درېیو بېلابېلو سیموکې دوه تنه طالبان ووژل شول، دوه تنه ټپيان او د یوه سیمه ېیز قوماندان په ګډون درې تنه ژوندي ونیول شول.
ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د میوند ولسوالۍ په درېیو بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړل.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په ترسره شویو عملیاتوکې اته تنه نور شکمن کسان هم نیول شوي چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال