په میوند ولسوالۍ کې لس تنه طالبان ووژل شول
قندهار باختر د وږي ۱۴ مه
د قندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
امنیتي مسوولین وايي چې وسله والو طالبانو پلان درلود، څو په دې سیمه کې د ملي اردو په یوې نوې جوړې شوې پوستې برید وکړي خو مخکې له مخکې د افغان ځواکونو له لوري د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په نیول شویوکسانو کې د وسله والو طالبانو یو ډاکټر او یو قاضي هم شامل دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال