خبرونهاقتصاد

په میدان ښار کې صنعتي پارک جوړېږي

 کابل ، د ثور ۱۸ مه ، باختر

د میدان وردګو د صنعت او سوداګرۍ آمر انجنیر محمد خان ځواک باختر آژانس ته ویلي، چې د میدان ښار اړوند کوتل تخت سیمه کې صنعتي پارک جوړېږي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه صنعتي پارک ته د ولایت په مرکز کې ۲۰۰ جرېبه ځمکه په پام کې نیول شوې، چې چارې به یې په نږدې راتلونکې کې پیل شي او ۵۴ فابریکې به په کې جوړې شي.

د ځواک په وینا، په یاد صنعتي پارک کې پخوا ۴ نمرې وېشل شوې وې، په خبره یې د نمرو لپاره یې نور غوښتنلیکونه هم ترلاسه کړي، چې په شرایطو برابرو سوداګرو ته به د پانګونې په موخه ورکړل شي.

په یاد صنعتي پارک کې، د ثقیله صنایعو، خفیفه صنایعو، د خوراکي او کیمیاوي توکو د تولید فابریکو لپاره نمرې ځانګړې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې دغه صنعتي پارک ۹ کاله وړاندې د حاکم نظام لخوا افتتاح شوی و؛ خو د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ یې چارې په ټپه ولاړې وې، چې په نږدې راتلونکې کې به پاتې نمرې رسماً پر پانګه والو ووېشل شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته