خبرونهروغتیا

په میدان وردګو کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه جوړ شول

 کابل، د غبرګولي ۲۶ مه، باختر

د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه جوړ شول.

د یاد ولایت د عامې روغتیا  رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک وايي، چې د دغه ولایت ۵۷ سپینو ساحو کې د WHO او یونیسف په مرسته ۱۹ نوي کلینیکونه ایجاد شول.

ځیرک زیاتوي چې له دریو میاشتو پرلپسې هڅو وروسته په دې وتوانېد، چې د ولایت په کچه سپینو ساحو ته ۱۹ نوي کلینیکونه ایجاد کړي، چې په تېرو شلو کلو کې د روغتیا په برخه کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه بلل کېدای شي؛ د هغه په خبره، له دې وروسته به د دغه ولایت ۹۵ سلنه وګړي معیاري روغتیایی خدماتو ته لاسرسی ولري.

د دغه ریاست چارواکي وایي، چې تېره اوونۍ یې د دغو کلینیکونو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې ۱۵۰ نوي روغتیایي کارکوونکي په دندو وګومارل، چې ۵۰ سلنه یې ښځینه وې.

د دغه کلینیکونو مالي لګښت د WHO او یونسیف له خوا ورکول کېږي او عملي چارې یې د SDO او ARDO موسسو له خوا ترسره کېږي.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته