خبرونهټولنه

په میدان وردګو کې ۱۵۰کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل/ دوري ۱۷مه/باختر

د میدان وردکو په نرخ ولسوالۍ کې ۱۵۰کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.

د میدان وردګو د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي وحیدالله راشد د باختراژانس خبریال ته وویل چې د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د پیاروخیلو سیمه کې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې پرمټ یې ۱۵۰ کورنیو ته دڅښاک دپاکواوبه برابرې شوې دي.

هغه وویل: دغه شبکه د سویډن کمیټې په مالي ملاتړ د ۳،۷ ملیونوافغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه په اوسنيو اقتصادي او اقلیمي شرایطو کې ولس ته د داسې خدماتو وړاندې کول او اړتیاوې یې پوره کول یو مثبت ګام او ښه لاسته راوړنه ده.

مولوي راشد په خپلو خبرو کې د سیمې له اوسېدونکو نه د دې شبکې د ساتنې غوښتنه وکړه او دا يې د هر فرد دیني او هېوادنۍ وجیبه وبلله.

اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته