خبرونهټولنه

په میدان وردګو کې څه د پاسه سلو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

 کابل ، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر

په ميدان وردګو کې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړولو سره څه د پاسه ١٠٠ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.

دغه شبکه د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق له خوا څه د پاسه دوه ميليونه ٣٦٠ زره افغانيو په لګښت د نرخ ولسوالۍ په يوه لري پرته سيمه کې جوړه شوې ده.

د ميدان وردګو د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست يوه مسوول باختر آژانس ته وويل، چې د دې شبکې اوبه د لمريزې انرژۍ په واسطه د خلکو په واک کې ورکول کيږي، دغه شبکه د ٢٠ مکعب متره اوبو يوه زېرمه هم لري.

مسوولين وايي چې له دې شبکې څخه ١٠٢  کورنۍ او يو جومات استفاده کوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته