خبرونهټولنه

په میدان وردګو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ۱۶ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د غوایي ۳۱مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس آخندزاده له خوا په میدان وردګو ولایت کې د اوبو رسولو ۱۶ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه شبکې د یونیسف دفتر په مالي مرسته د میدان وردګو ولایت په مرکز، سیدآباد، نرخ، جغتو، بهسود او جلریز ولسوالیو کې د څه باندې ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۷ نویو او ۹ ترمیماتي شبکو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو شبکو کې د ۶۰، ۵۰ او ۲۰ متر مکعب په وړتیاوو د اوبو زېرمو جوړول او بیا رغول، د ۸۷۲ نل لیکو نښلول، د ۱۲۲ لمریزې برېښنا تختو نښلول او د ۴۶ زره ۳۰۵ مترو په اوږدوالي پایپ لاین غځول شامل دي.

د یادو شبکو د کار په جریان کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د مرکز او نوموړو ولسوالیو ۲۸۱۶ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته