په میدان وردګو کې د ۱.۵ میلیون افغانیو په لګښت د بیسکویټ جوړولو کارخونه پرانیستل شوه

کابل, د لېندۍ ۱۷ مه, باختر
د میدان وردګو ولایت ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱.۵ میلیون افغانیو په لګښت د بیسکویټ جوړولو کلرخونې د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس انجنیر محمد خان ځواک د یادې کارخونې د پرانیستې پرمهال ویلي چې دغه کارخونه په ورځني ډول یو ټن بیسکویټ تولیدوي.

Img 20241207 Wa0001
د کارخونې مسئول محمد ذاهد نظري ویلي، چې تولیدات یې په څو ولایتونو کې پلورل کېږي او لسو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې سلګونه کارخونې فعالې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته