کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسولین وايي چې په مرکز میدان ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال پای ته ورسېدې.
د یاد ریاست مسوولین زیاتوي چې دغه سیالۍ د والیبال فدراسیون نمایندګۍ په همکارۍ د اې.پي.اې موسسې له لوري د ټولنیز سمون په موخه سیالۍ ترسره شوې چې پای لوبه کې یې جلګې لوبډلې خپلې سیالې نرخ لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ ټولنیز سمون او یووالی رامنځته کول یاد شوي دي.