کابل د تلې ۷مه، باختر
د میدان وردګو ولایت د سیندیزې حوزې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په چغتو ولسوالۍ کې د یوه کانال د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالصمد حلیم د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په چغتو ولسوالۍ کې د اېف، اې، او مؤسسې په مالي ملاتړ د ۹۱ زره ۶۷۵ امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یاد کانال په جوړېدو سره به د یادې ولسوالۍ زرګونه جریبه ځمکه خړوبه او د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
ورته مهال د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکو د یاد کانال په جوړولو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ مخکې هم د یاد ولایت د سید آباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې دي.