په میدان وردګو کې د پوهنې برخې د ۴ پروژو چارې پیل شوې

کابل، د غوایي ۱۸مه، باختر
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار سربېره، درېیو ولسوالیو کې د پوهنې برخې ۴ پروژو چارې پیل شوې دي.
دغه پروژې په مرکز میدان ښار، جلریز، نرخ او مرکزبهسود ولسوالیو کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په کې د څلورو ښوونځیو احاطوي دېوالونو جوړول، د څاګانو کېندل او تشنابونو رغول شامل دي.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت باختر آژانس ته وویل، چې یادې پروژې د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ پلې کېږي چې په بشپړېدو سره به یې په دغو ښوونځیو کې شته ستونزې تر یوه حده حل شي.