خبرونهورزش

په میدان وردګو کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د نیلاب کاروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل، د  غوايي ۲۳مه، باختر

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت له لوري د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ په تره خېلو کلي کې د ټېپ بال کرکټ پیل شوې سیالۍ د نیلاب کاروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

 دغه سیالۍ د ۳۸ لوبډلو ترمنځ څه موده وړاندې پیل شوې وې، چې پایلوبه یې د نیلاب کاروان او اتحاد ستوریو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې نیلاب کاروان لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

اخوا اتحاد ستوریو لوبډلې د هدف په تعقیب یوازې ۱۴۷ منډې وکړې او لوبه یې د ۹ منډو په توپیر وبایلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته