په میدان وردګو کې د لسګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې
کابل د چنګاښ ۱۸ / باختر
په میدان وردګو ولایت کې داوبو د دوو زیرموپه جوړېدوسره د لسګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپانې په خپرولوسره ویلي دي چې په جلریزولسوالۍ کې د اوبو د دغو زیرمو په جوړېدو کې یوميلیون افغانۍ لګولي دي.
دغه وازارت وايي چې د دغو زیرموپه جوړېدوسره د بزګرانو۱۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبه شوې.
بزګرانو د دغو زیرموله جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي چې په دې اقدام سره د دوی کارسمون مومي.
-ع