کابل / د زمري ۱۱ مه / باختر
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د میدان وردګو د مرکز په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو لس پټنځایونه، چاودېدونکي توکي او وسلې له منځه وړل شوې دي.
له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درانه ځاني زیانونه هم اوښتي؛ خو کره شمېر یې معلوم نه دی.
وصال
4 د یوې دقیقې څخه لږ