په میدان وردګو کې د صنعتي ښارګوټي لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې شوه

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر
په میدان وردګو ولایت کې د عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د ځانګړي فرمان پر اساس د صنعتي ښارګوټي جوړولو لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ باختر اژانس ته وویل، چې د دې پروژې موخه په دغه ولایت کې د صنعت د ودې او د خلکو لپاره د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول دي.
والي له پانګوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستنه په میدان وردګو کې پانګونه وکړي او ژمنه یې وکړه، چې د دوی لپاره به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د صنعتي ښارګوټو د جوړولو لپاره د امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړي فرمان پر اساس زرګونه جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، چې د داخلي تولیداتو د زیاتېدو او اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.