په میدان وردګو کې د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې
کابل / د چنګاښ ۱۶ / باختر
په میدان وردګو کې د اوبولګولو د یو کانال په جوړېدوسره د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې.
دغه کانال له یوې سرچېنې څخه اوبه په جلریز ولسوالۍ کې کرنیزوځمکوته رسوي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغه کانال په جوړېډوسره د بزګرانو۴۰۰ جريبه کرنیزې ځمکې خړوبه شوې.
حکومت د دغه کانال په جوړولو کې یومیلیونو۳۰۰۰۰۰ افغانۍ لګولي دي.
بزګرانود دغه کانال له جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي چې د دوی په کاراو کرکیلې کې د سمون سبب کېږي.
-ع