په میدان وردګو کې د اصلاح شویو غنمو ۱۲ ننداریزې کروندې جوړېږي
کابل، د لړم ۲۶مه، باختر
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د میدان وردګو ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د اصلاح شویو غنمو د ۱۲ ننداریزو کروندو د جوړولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په مرکز میدان ښار، نرخ، جلریز، حصه اول بهسود، مرکز بهسود، چک، سید آباد، دایمیرداد او جغتو ولسوالیو کې د اصلاح شوو غنمو ۱۲ ننداریزې کروندې جوړېږي.
سرچینې زیاته کړې، چې په همدې موخه د یادو سیمو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره وېشل شوې ده.
په خبرپاڼه کې د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو د آمر عید محمد ظاهري له قوله ویل شوي، چې د دغو ننداریزو کروندو له کښت کولو څخه موخه داده، چې له یوه لوري بزګرانو ته د دې ارزښت وښودل شي، چې د نورو سیمه ییزو تخمونو په پرتله اصلاح شوي تخمونه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه کتاري شکل کرونده ښه پایله ورکوي او بل دا چې بزګرانو ته د ننداریزو کروندو اهمیت په نښه او راتلوونکي کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ۱۲ ننداریزې کروندې په ۱۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي.