ټولنه

په میدان وردګو ولایت کې د دايښودلو کینولو کمپاین پیل شو.

کابل باختر د کب  اتلسمه :
په میدان وردګو ولایت کې د نیالګیو دايښودلو کمپاین پیل شو، چې په ترڅ کې به یې په زرګونو نیالګي د زرغون افغانستان تر شعار لاندې کيښودل شي.
د کمپاین پرانیسته نن د والي  حیات الله حیات له لورې وشوه، چې په ترڅ کې یې په سلګونو نیالګي په مرګز میدان ښار کې کيښودل شول.
حیات الله حیات پر ولسونو غږ وکړ، چې د زرغون افغانستان او پاک چاپیریال لپاره ددې کمپاین په ترڅ کې په خپلو سیموکې نیالګي کیږدي.
ټاکل شوې ده، چې ددې کمپاین په ترڅ کې د میدان ښار اړوند بیلا بیلو سیمو او د سړکونوپه دواړو غاړو کې به زرګونو نیالګي کیښودل شي.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات دغه راز وویل، چې د نیالګیودايښودلو ترڅنګ دې ولسونه د نیالګیوپه ساتنه کې هم برخه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته