ټولنه

په میدان وردګوولایت کې رضا کاره ځوانان د ښار پاک ساتلو ته کار کوي.

میدان ښار د وری دمیاشتی نهمه باختر
په میدان وردګو ولایت کې د رضا کاره ځوانانو ټولنه د خوندي چاپیریال لپاره خلکو ته د ښار پاکولو په موخه کمپاینونه ترسره کوي.
د رضا کاره ځوانانو ټولنې، چې د ښار پاکولو لپاره یې کمپاینونه کړي دغه راز یې د ښارد پاک ساتلو لپاره دکثافاتولوښې هم جوړ کړي دي.
په میدان ښار کې د دې ټولنې غړو له لورې دکثافاتو د شلولوښود ایښودلو پروګرام پرون د میدان وردګود مرستیال والي لخوا پرانیستل شو.
ذاکر حسین سلطاني د رضا کاره ځوانانو هڅې وستایلې او ويې ویل، چې دا ډول فعالیتونه په ټولنه کې مثبت بدلون ته لاره اواروي.
ددې پروګرام دپرانیستې پرمهال ښاروال انجینر محمود له رضا کاره ځوانانو مننه وکړه، چې له ښاروالۍ سره یې همکاري کړى او ويې ویل، چې د ښار دپاک ساتلو دفرهنګ په غوړیدو سره به شته ډیرې ستونزې اوارې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته