کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
د يوې ځوانې ښځې مړي نن د ميمنې ښار په سيند کې وموندل شو .
د فارياب د پوليسو وياند عبدالکريم د باخترآژانس خبريال ته وويل چې ددغې ٢٥ کلنې ښځې مړى د پوليسو له خوا هغه وخت وموندل شو چې له زندي کولو وروسته په يوې بورۍکې سيند ته غورځول شوى و.
خبرځاى زياته کړه چې د دغې ښځې مړى د پوليسو له خوا موندل شوى او په دې باب څيړنې دوام لري .
ختم_ شکريه _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ