ټولنه

په ميمنې ښار کې ديوې ترافيکي پيښې له امله يو ماشوم ووژل شو

کابل باختر د غبرګولي ٢٥مه
په ميمنې ښار کې نن ديوې ترافيکي پيښې له امله يوماشوم ووژل شو او دده دکورنى دوه تنه نور غړي ټپيان شول .
  دفارياب دامنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش باختراژانس ته وويل چې دغه ترافيکي پيښه دميمنې ښار دناتار خانې دسيمې په دريمه ناحيه کې هغه وخت وشوه چې يوکرولا موټر  په زيات ګړنديتوب سره  له يو اووه کلن ماشوم سره ټکر وکړاو هغه يې وواژه  او دماشوم پلار او وروريې ټپيان کړل
خبرځاى زياته کړه  دپيښې ټپيان دميمنې ښار دايمر جنسي روغتون ته لېږدول شوي دي او ديو ټپي حالت خراب  بلل شوى دى
موټر چلوونکى  دپوليسو  له خوا ونيول شو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته