امنیت

په ميلمستون ځانمرګي يرغلګر وځپل شول

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٦ :
د کابل ښار دوزير محمد اکبر خان په ساحه کې په هيتل ميلمستون څلور تنه ځانمرګي يرغلګر له شپږو ساعتونو نښتې وروسته وځپل شول.
دغه بريد دتيرې شپې  ديوولسو بجو په شاوخوا کې هغه وخت پيل شو چې يوه ځانمرګي يرغلګر په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي  ددغه ميلمستون ددروازې په وړاندې وچوول او درې تنه يرغلګر ميلمستون ته ننوتل اوله امنيتي ځواکونوسره يې په نښتې لاس پورې کړ.
دکورنيو چارو  وزارت وياند صديق صديقي دباخترآژانس خبريال ته وويل  په دې پيښه کې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى  او  ددغې پيښې ټول  وژل شوي کسان يرغلګر دي.
دده دڅرګندونوله مخې ،  ددغه ميلمستون زياتره ميلمانه استراليايان واو هيڅ يوه  ته يې زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته