ميدان ښار باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
د ميدان وردګو په ولايت کې د پارلماني او د ولايتي شورا ګانو د انتخاباتو لپاره د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير نن پيل شو.
دغه بهير د روان کال د وري د مياشتې له ٢٥ نيټې څخه د غبرګولي د مياشتې تر ٢٢ نيټې پورې دوام مومي.
په ميدان وردګو کې به د نورو ولايتونو په شان له جوماتونو ، ښوونځيو او له فرهنګي او ټولنيزو مرکزونو څخه د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې دمرکزونو په توګه کار واخېستل شي .
د ميدان وردګو ولايت د انتخابات ريېس نعمت الله حبيب باخترآژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لپاره تيارى نيول شوى دى .
د ميدان وردګو والي محمدعارف شاه جهان وايي ؛ هڅه به وکړي چې پارلماني او د ولايتي شوراګانو انتخابات په شفاف ډول سره ترسره شي .پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل