په ميدان ورد ګو کې اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

 کابل/ د کب ٢ مه/ باختر

یو خیریه بنسټ په ميدان ورد ګو کې  له لسګونو اړمنو کورنیو سره نغده مرسته وکړه.

د ميدان وردګو د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمر شيخ عبدالصمد فهيم باخترآژانس  ته وويل: په  دې پړاو کې ١٤٨ کورنيو مرسته ترلاسه کړه چې پرهرې کورنۍ ۱۵ زره  ۵۰۰  افغانۍ ووېشل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم په سید آباد ولسوالۍ کې هرې کورنۍ څه د پاسه ۳۲ زره افغانۍ نغده مرسته ترلاسه کړې وه.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته