امنیت

په ميدان وردګو کې وسله والو طالبانو ته دسردرندو زيان

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
په ميدان ورد ګو ولايت کې   چې پايتخت ته  نږدې ولايت  دى وسله والو طالبانو
ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دغه جګړې  دتيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې  ددغه ولايت په ځينو سيمو کې  رامنځته شوي دي.
لومړۍ نښته  تيره شپه دميدان  ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دسرتيرو دسپرلۍ په کاروان  بريد وکړ.
په ميدان وردګو ولايت کې  دملي اردو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل  ؛  چې په دې  جګړه  کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې :   بله  جګړه تيره شپه  په جلريز ولسوالۍ کې  په يوې امنيتي پوستې  دطالبانو  له بريد وروسته ونښته .
ويل  کيږي   په دې  نښتو کې پوځيانواوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې اووه تنه وسله وال طالبان دميدان وردګو ولايت  په سيداباد ولسوالۍ کې  له پوځيانو سره  د جګړې په بهيرکې ووژل شول .
دغه  جګړه نن سهار هغه وخت  ونښته چې  يوې ډلې وسله والو طالبانو  دامنيتي ځواکونوپه  ګزمې بريد وکړ.
دملي اردو دغه قوماندان وايي  چې په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان  
ووژل شول.
ده وويل ؛ په دې  جګړه کې   سرتيرو  او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته