امنیت

په ميدان وردګو کې طالبانو د کانکور ازموينې يو برخه وال وواژه

-کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:
وسله والو طالبانوپه ميدان وردګو کې  هغه ځوان  چې د کانکور په ازموينه کې د ګډون لپاره  د دغه ولايت مرکز  ميدان ښار ته روان و ، په ډزوسره وواژه .
  د رارسېدلو خبرونو له مخې؛  يرغلګرو  دغه ځوان  د کابل – قندهار لويې لارې په تګلوري کې د سيد اباد ولسوالۍ  دتوپ دشتې په کلي کې  له موټر څخه کوز او د خلکو په وړاندې په ډزو سره وواژه .
د ميدان وردګو والي وياندمحب الله شريف زي دغه پېښه تاييدکړه، او ويې ويل : دغه ځوان يواځې  په دې دليل چې د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د مسوول  زوي و ،  په ډزو سره وواژه .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
  ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته