امنیت

په ميدان وردګو کې د طالبانو بريدونه شنډ کړاى شول

 کابل / د زمري ۷ مه / باختر
په ميدان وردګو کې پرون د وسله والو طالبانو د بريدونو مخه ونيول شوه او دغې ډلې          ته د سر زيان هم واوښت.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل چې د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو د بريدونو مخه ونيول شوه.
مومند زياته کړه: پوځيانو د وسله والو طالبانو پر ناړو پروګرامونو خبر وو او مخکې له دې چې دوى بريدونه وکړي؛ پوځيانو پرې ګوزارونه وکړل.
په جګړو کې د ميدان وردګو لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د مرستيال په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوى يوه داشکه هم له منځه يوړل شوه.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته