کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :
هغه سړى چې ويل کيږي دميدان وردګوولايت په سيدابادولسوالۍ کې يي دوسله والو طالبانو مشرۍ يي په غاړه درلوده نن ونيول شو.
دغه سړى چې هويت يي نه دي په ډاګه شوي نن سهار دافغان اوناټو دځواکونو دځانګړو عملياتوپه بهيرکې په سيداباد ولسوالۍ کې له پټنځاى څخه نيول شوى دى.
ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼي په ليږلوسره ويلي دي دطالبانو دغه قوماندان کله يي چې غوښتل څوتروريستې پيښې طرحه کړې نيول شوى دى
ددغه خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې دغه قوماندان دماينونو اوبمونو په جوړولو کې هم مهارت لري .
درپوټونوله مخې په دغو عملياتو کې يوسلو پنځوس کيلوګرامه هغه توکي چې دماينونو اوبمونو په جوړولو کې کارول کيږي هم ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي چې دغه قوماندان له پاکستاني کړيو سره په سيدابادولسوالۍ کې دطالبانو داړيکو مسووليت هم په غاړه در لود.
په دغه قوماندان باندې په افغان اوناټو ځواکونو اوملکي وګړو دلسګونو تروريستې پيښو دسازمان ورکولو تور لگوي .
ناټو وايي په دغو عملياتو کي يوبل سړى هم له وسله والو طالبانوسره دهمکاري په تور نيول شوى د ى.