کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې دهوايي بريد له امله ووژل شول او دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه سيمه ئيز قوماندانان ټپيان شول .
دغه هوايي بريد په سيد اباد ولسوالۍ کې دطالبانو په يوه پټنځي ترسره شوى دى .
دميدان وردګو ولايت درسنيو دفتر وايي چې په دې هوايي بريد کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ددغې ډلې دوه تنه قوماندانان ټپيان شوي دي .
په خبر کې زياته شوې ده چې طالبان په تروريستي فعاليتونوبوخت و چې بريد پرې وشو .
ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې دميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې په يوه نښته کې يووسله وال طالب وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي . دغه جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ . ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل