په ميدان وردګو کې دزياتو څانګو لرونکي انستيتوت جوړيږي .

کابل باختر د ثور نهمه :
دميدان وردګو ولايت دبهسودو په ولسوالۍ کې دزياتو څانګو لرونکي انستيتوت دبنسټ ډبره ددولتي مقاماتو په شتون کيښودل شوه .
دميدان وردګو ولايت وياند عطامحمد خوږياني دباختراژانس خبريال ته وويل ددغه انستيتوت ودانۍ دبهسودو په ولسوالۍ کې دڅلويښت جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي .
خوږياني زياته کړه ددغې انستيتوت ځمکه دولايت دمقام له خواورکړى شوې ده او لومړنى انستيتوت دى چې په مرکزي بهسودو کې جوړيږي .
ديادونې وړده چې دغه ودانۍ په اتو مياشتو کې جوړيږي .
ددغه انستيتوت دجوړولو لګښت په دغه ولايت کې کورنيو اوبهرنيو همکارو ادارو په غاړه اخستى دى .