ميدان وردګ باختردثور لومړي نيټه :
په ميدان وردګو ولايت کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دسيمه ييز دفتر دجوړولو کار پيل شو.
ددغه دفتر ودانۍ په پاخه او اساسي ډول دنړيوالې ټولنې په مرسته داوو مليونو افغانيو په لګښت په څلور مياشتو کې جوړيږي .
دميدان ورد ګو دوالي مرستيال علي احمد خاشعي ددغه دفتر دبنسټ ايښودلو په مراسمو کې وويل چې ددغه دفتر جوړيدل په دغه ولايت کې دشفاف او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولو کې رول لري .
ده دساختماني شرکت له مسوول څخه وغوښتل چې ددغه دفتر په جوړولو کې کيفيت ته پام ونيسي .